کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي ویلي، سردار اختر مېنګل او د هغه زوی د پخواني وزیراعلی میر نصیر مېنګل د زوی عطاالرحمان مېنګل د قتل په قضیه کې نومول شوي دي، نو اختر مېنګل باید ځان پولیسو ته وسپاري او د قانون له مخې له محکمې سره مخ شي. نوموړي په اسلام اباد کې یوې خصوصي ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، د حکومتي اسنادو له مخې اختر مېنګل تښتېدلی بلل شوی، خو تر اوسه یې پر ضد د حکومت له خوا چاپه نه ده وهل شوې. هغه ټینګار وکړ چې د قانون په وړاندې ټول برابر دي او هر څوک باید د محکمې له لارې د خپلې قضیې دفاع وکړي.
