تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

اسرائیل د قشم ټاپو پر امریکايي بریدونو کې خپل ګډون رد کړ

تل‌ابیب (وېب نیوز) د اسرائیل پوځ د ایران پر قشم ټاپو د تېرې شپې په امریکايي بریدونو کې خپل ګډون رد کړی دی. د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي د راپور له مخې، د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي چې اسرائیل په دغو بریدونو کې برخه نه ده اخیستې. امریکايي چارواکو پر قشم برید محدود بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ایران د هوايي دفاع له خوا پر یوې امریکايي الوتکې د ډزو په ځواب کې شوی دی. د ایران دولتي خبري اژانس ارنا راپور ورکړی چې پر ټاپو څو چاودنې اورېدل شوې دي او د بندر لنگه ښار ته نږدې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.