اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د مایع پټرولیم ګاز یا اېل پي جي واردات به د سیالۍ پر بنسټ پرانیستل شي او د کوټې نظام به ختم شي. د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ او د پټرولیم وزیر علي پروېز ملک په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه پرېکړه د لومړي وزیر په مشرۍ د انرژۍ په غونډه کې شوې ده. د پټرولیم وزیر وویل چې په هېواد کې د اېل پي جي بیه په هر کیلوګرام کې ۷۰۰ تر ۸۰۰ روپیو ته رسېدلې او د نه موندل کېدو شکایتونه هم شته. د هغه په وینا، کورنی تولید شاوخوا دوه زره تر دوه نیم زره ټنه دی او د ټولې اړتیا لویه برخه له بهر څخه واردېږي. نوموړي وویل چې کورنیو شرکتونو ته به د پنځو یا لسو ټنو په اندازه د ګازو د پلور لپاره د لیلام سپارښتنه وشي او پایلې به یې خپرېږي. پي اېس او، سوئي سدرن او پاکستان اېل پي جي لمیټډ ته هم د ګازو د لویو محمولو د واردولو امر شوی دی.
