تهران (وېب نیوز) د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي ویلي چې د ایران غوښتنو ته د امریکا ځواب د منلو وړ نه و. د بي بي سي فارسي د راپور له مخې، نوموړي پر اېکس په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې امریکا باید د ایران اووه واړو شرطونو ته بشپړ او روښانه ځواب ورکړي او عملي یې کړي، څو د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې د قطر په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې پایله نه ده څرګنده شوې.
