پشین (وېب نيوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قلعه عبدالله ولسوالۍ په تنګ مسې زۍ سیمه کې د ترهګریزې پېښې پر ضد په پشین کې احتجاجي مظاهره کړې ده. ویناوالو وویل، د جنوبي پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ناامني، غلاوې، لوټمارۍ، تښتونې او وژنې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. هغوی تور پورې کړ چې وسلهوالې ډلې وېره خپروي او حکومت د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلی دی. مظاهرهچیانو د تنګ مسې زۍ د پېښې د عاملینو د نیولو، د تښتول شوي ځوان د خوشې کولو، په مېزۍ اډه کې د احتجاج د ملاتړ او له جنوبي پښتونخوا څخه د وسلهوالو ډلو د ختمولو غوښتنه وکړه.
