تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

قطر لا هم د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هیله لري

دوحه (وېب نیوز) د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد انصاري ویلي چې قطر لا هم هیله لري چې امریکا او ایران به یوې هوکړې ته ورسېږي او دواړه هېوادونه د خبرو اترو بهیر ته ژمن دي. هغه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې قطر د دواړو خواوو ترمنځ د وړاندیزونو په تبادله کې پرله‌پسې اسانتیاوې برابروي او دواړه لوري د قطر له خوا وړاندې شوي وړاندیزونه ارزوي. د نوموړي په وینا، د تېرې اوونۍ راهیسې روانو خبرو کې قطري استازي په تهران او دوحه کې له اړوندو چارواکو سره تماسونه لري. پاکستان او قطر د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب په هڅو کې مهم رول لري.