اسلاماباد (وېب نیوز) لومړي وزیر شهباز شریف د تېلو د مرستې په پروګرام کې د بېنظمیو او نه همکارۍ کوونکو پمپونو پر ضد د سخت اقدام لارښوونه کړې ده. نوموړي د وفاقي کابینې غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت د پټرولو د بیې د هر لیټر ۱۵ روپیو زیاتوالی پر خلکو نه دی ور اچولی او د تېلو له مرستندوی پروګرام څخه یو نیم کروړ کسان ګټه اخیستې ده. هغه د مایع ګازو د واردولو او خلکو ته د مرستې ورکولو اعلان هم وکړ. شهباز شریف په خیبر پښتونخوا کې د امن ټینګښت د حکومت لومړیتوب وباله او ویې ویل چې د دغه ولایت لپاره د ۱۶۰ اربه روپیو پرمختیايي بسته منظوره شوې ده.
