تازه خبرونه ۴ نومبر ۲۰۲۶

د مولانا فضل الرحمان په کور کې د متحد اپوزېسیون غونډه

اسلام‌اباد (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په کور کې د متحد اپوزېسیون غونډه شوې، چې محمود خان اڅکزي، علامه ناصر عباس، اسد قیصر، سلمان اکرم راجه، نورالحق قادري، عامر ډوګر، سناتور کامران مرتضی، اکرم خان دراني او نورو مشرانو پکې ګډون کړی دی. د تحریک تحفظ آئین پاکستان ویاند په وینا، په غونډه کې د اپوزېسیون ګوندونو ترمنځ پر یووالي، د اساسي قانون او قانون پر واکمنۍ، د ډیموکراتیکو حقونو پر ساتنه او د اوسني سیاسي وضعیت پر وړاندې د ګډې تګلارې په اړه خبرې شوې دي.