واشنګټن (وېب نیوز) د یوې سروې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کارکردګۍ څخه د راضي رایه ورکوونکو کچه ۳۸ سلنه ښودل شوې ده. د اسوشیټېډ پرېس د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د منځنیو ټاکنو پر مهال دا کچه ۴۴ سلنه او په ۲۰۲۰ کال کې ۴۷ سلنه وه. خو په سروې کې لا هم نور معلومات ورزیاتېږي او ښایي شمېرې بدلون ومومي.
