تازه خبرونه ۴ نومبر ۲۰۲۶

د ګازو د لوډشیډنګ او درنو بلونو پر ضد د پښتونخوا نېپ احتجاج

کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ د سوئي سدرن ګاز کمپنۍ له خوا د درنو بلونو د لېږلو او د ګازو د ناعلان شوې لوډشیډنګ پر ضد د نومبر پر پنځمه د ماسپښین په درې بجو د ګوند له مرکزي دفتر څخه د احتجاج اعلان کړی دی. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې بېوزلو او منځنۍ طبقې کورنیو ته د زرګونو او لکونو روپیو بلونه لېږل کېږي، په داسې حال کې چې ګاز نه ورکول کېږي. ګوند له ښاریانو غوښتي چې په احتجاج کې ګډون وکړي او د ناحقه بلونو د لغوه کولو او د ګازو د پرله‌پسې ورکړې غوښتنه وکړي.