ګېانا (وېب نیوز) پاکستان د آی اېم سي اوور فورټي کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې اسټرالیا ته په یوه وېکټ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. اسټرالیا لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۵ اورونو کې یې د شپږو وېکټو په زیان ۲۸۱ منډې جوړې کړې. پاکستان ټاکل شوی هدف په ۴۴ اعشاریه ۵ اورونو کې د نهو وېکټو په زیان پوره کړ. عدنان اکمل ۸۳ او جاوېد منصور ۶۲ منډې وکړې، په داسې حال کې چې کپتان جنید خلیل نینی تال والا د بریا وروستۍ منډه ترلاسه کړه.
