کوټه (وېب نیوز) د پاک ـ افغان پولې ته نږدې د پنجپایي په کلي محمدخېل کې د افغان کډوالو کمپ د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوی او د ډزو د تبادلې راپورونه ورکړل شوي دي. د سرچینو په وینا، په کمپ کې د وسلهوالو کسانو د موجودیت د ادعا له راپور وروسته امنیتي عملیات شوي او تېره شپه د پاکستاني الوتکو له خوا د بمبارۍ ادعاوې هم خپرې شوې دي. ځايي سرچینې وایي چې اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو لارښوونه شوې ده. د دغو راپورونو خپلواکه تایید نه دی خپور شوی.
