کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ د پنجپایي په کلي محمدخېل کې تر پېښو وروسته د شاوخوا ۳۰۰ کورنیو د کډه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې د دغو کورنیو د خوندي ستنېدو غوښتنه کړې ده. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې ښځې، ماشومان او سپینږیري هم له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي. ګوند ویلي چې د امنیتي اقداماتو په نوم د خلکو له پلرنیو سیمو څخه ایستل د منلو وړ نه دي. له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د اغېزمنو کورنیو د استوګنې، خوراک او درملنې بندوبست وکړي او د ترهګرو پر ضد اغېزمن ګامونه واخلي.
