پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

پاکستان د ډیجیټل انقلاب پر لور ګړندی روان دی، وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد: وزیراعظم ویلي چې پاکستان په چټکۍ سره د بشپړ ډیجیټل انقلاب پر لور روان دی او حکومت د “ډیجیټل نیشن پاکستان” تر ستر ستراتیژۍ لاندې مهم اقدامات ترسره کوي، هغه د مخابراتو نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې د ټیلیکام او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د 5G سپیکټرم نیلامي، د فایبر آپټیک پراختیا، نوې ډیټا سنټرونه او د آی ټي صادراتو زیاتوالی د پاکستان د ډیجیټل اقتصاد مهم پرمختګونه دي، وزیراعظم زیاته کړه چې د AI ملي پالیسي 2025 او د ځوانانو د مهارتونو پروګرامونه به پاکستان ته د ټکنالوژۍ په برخه کې نوره وده ورکړي او هېواد به یو قوي ډیجیټل مرکز جوړ شي۔