خضدار(وېب نیوز) د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي چې شدت یې د رېکټر په کچه ۴.۵ درجې ثبت شوی دی. د زلزلهسنجي مرکز په وینا، د زلزلې ژوروالی ۳۰ کیلومتره او مرکز یې د خضدار ښار په ۴۵ کیلومترۍ کې ختیځ لوري ته و. د زلزلې له امله په خلکو کې وېره خپره شوې او ګڼ کسان له کورونو بهر وتلي، خو تر اوسه د کوم ځاني یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
