کوټه (پ ر): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سېکرټرېټ په خپره شوې اعلامیه کې د سپټمبر د ۲۳مې د پښتون کلتور نړیوالې ورځې په مناسبت په پښتونخوا وطن، هېواد او بهر مېشتو ټولو پښتنو افغانانو ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د کلتوري ورځې لمانځل او په تاریخ کې د ژوندیو قومونو د پېژندګلوۍ ساتل د هر باخبره، قوم دوست او وطن دوست وګړي دنده ده. په بیان کې ویل شوي چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند هر کال د پښتون کلتور نړیواله ورځ په دودیز جوش او جذبې سره لمانځي، خو په صوبه کې د خراب امنیتي وضعیت، ناامنۍ، د لویو لارو د ناامنه کېدو، تښتونو او وېرې او ترهې د فضا له امله د ګوند د پرېکړې له مخې به سږ کال د پښتون کلتور نړیواله ورځ په ساده ډول ولمانځل شي. په بیان کې ویل شوي چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند به د پښتنو د تاریخي مورنۍ ژبې پښتو د ودې او پراختیا، په تعلیمي، دفتري، حکومتي، عدالتي او سوداګریزو چارو کې د ژبې د کارولو او د پښتنو د لوړو دودونو او کلتور د لا پیاوړتیا لپاره خپل مثبت او رغنده رول ته دوام ورکړي.
