پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

وزیراعظم شهباز شریف په ۱۹ مۍ کوټې ته مهم سفر کوي

کوټه: د پاکستان وزیراعظم به د مې په ۱۹مه په یو ورځني مهم سفر د بلوچستان صوبایي مرکز کوټې ته ورسېږي، د راپورونو له مخې هغه به د صوبې د امنیتي وضعیت، وروستیو پېښو او روانو پرمختیایي پروژو په اړه د لوړپوړو غونډو مشري وکړي، د وزیراعظم سره به د فدرالي کابینې مهم غړي لکه د بهرنیو چارو وزیر، د کورنیو چارو وزیر او نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري وي، هغه به د کوټې په سېکرټریټ کې د امنیت، ترهګرۍ ضد اقداماتو او پرمختیایي چارو په اړه تفصیلي بریفنګونه ترلاسه کړي او له ګورنر او وزیراعلی بلوچستان سره به جلا جلا لیدنې وکړي، چې هدف یې په صوبه کې د سولې ټینګښت او د خلکو د ستونزو حل بلل کېږي۔