مقامی ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د زده کوونکو د اساسي او ډیموکراتیکو حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه اړینه ده: پښتونخوا سټوډنټس ارګانیزېشن

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا سټوډنټس ارګانیزېشن د جنوبي پښتونخوا زون په غونډه کې د هېواد پر سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت او په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکو پر ستونزو بحث وشو. ویناوالو وویل چې زده کوونکو ته باید د هغوی اساسي، ډیموکراتیک، سیاسي او ملي حقونه ورکړل شي او په پوهنتونونو کې له وېرې او فشار څخه پاک علمي او ډیموکراتیک چاپېریال برابر شي. دوی د زده کوونکو پر سیاسي فعالیتونو د محدودیتونو او د غیر اړوندو ادارو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په لیلیو کې یې د وای فای، پاکوالي، معیاري خوړو او استوګنې په ګډون د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو او د فیسونو د زیاتوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه. د غونډې په ټاکنیزه برخه کې زین افغان د سیکرټري او حکیم خان د مشر مرستیال سیکرټري په توګه وټاکل شول او ۱۱ کسیزه نوې کابینه جوړه شوه.