ګلستان (سيد سردار محمد خوندئی)
د اچکزئي غبيزئي قوم د دوو فرعي څانګو، ميداد خېل او اعوان خېل ترمنځ چې د څو کلونو راهيسې روانه شخړه وه، د الله تعالی په فضل او کرم او د درنو جرګه مارو د خلوص نيت او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په برکت په دوستۍ او روغې بدله شوه.
د روغې په لړ کې د جرګې لومړی پروګرام پرون په اعوان خېلو کې ترسره شوی و، په داسې حال کې چې دوهمه او پرېکړه کوونکې لويه جرګه د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په 10مه نېټه د ميداد خېلو په کور کې ترسره شوه، چې په کې زرګونو کسانو ګډون وکړ. په دې جرګه کې د دواړو خواوو ترمنځ روانه پخوانۍ دښمني د دوه اړخيزې رضا سره د تل لپاره پای ته ورسول شوه او د روغې اعلان وشو.
د دې تاريخي روغې جرګې مشري د سيمې مشهور قبائلي شخصيت حاجي فتح محمد کاکوزي کوله. په جرګه کې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر اصغر خان اچکزئی، سردار احمد خان اچکزئی، سردار جيلاني خان غبيزئی، سادات کرامو، علماء کرامو، د بېلابېلو قومونو درنو مشرانو او عامو خلکو په لوی شمېر کې ګډون کړی و.
د جرګې په پای کې د ټولو ګډونوالو په درناوي غرمنۍ ورکړل شوه.
د بلوچستان او پښتون بېلټ پورې اړوند د بېلابېلو فکرونو خلکو دا تاريخي روغه د ټولې سيمې لپاره ښه شګون وباله، دواړو خواوو ته يې مبارکي ورکړه او له دې جرګې څخه يې غوښتنه وکړه چې د نورو قبائلي شخړو د ختمولو لپاره هم خپل مثبت رول ولوبوي، ترڅو د سيمې خلک نورو قبائلي دښمنيو څخه خوندي پاتې شي.
