کوټه (ویب نیوز) ایران اعلان کړی چې په هرمز تنګي کې د تېلو د قاچاق لپاره کارېدونکې غیرقانوني لارې به ډېر ژر وتړي. د ایران د سپاه پاسداران په اعلامیه کې ویل شوي چې د عمان ساحل ته څېرمه هغه غیرقانوني لارې به وتړل شي چې د تېلو د قاچاق لپاره ترې د استفادې ادعاوې شوې دي. د سپاه پاسداران سلاکار محمد رضا نقدي ویلي چې ایران پر هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري او تر هغه چې د ایران مشروع غوښتنې ونه منل شي، اوسنی وضعیت به دوام ولري. ایراني چارواکي وايي، د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو او د ایران د ستر رهبر له وژل کېدو وروسته تهران پر هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري او اوس هره ورځ یوازې شاوخوا ۱۰ بېړۍ له دې لارې تېرېږي، په داسې حال کې چې له بریدونو مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ بېړۍ له هرمز تنګي څخه تېرېدلې. ایراني چارواکو د امریکايي سمندري ځواکونو په مرسته د تېلو د لېږد د بېرته عادي کېدو ادعاوې هم رد کړې دي. بل لوري ته د نړیوالې سمندري سوداګرۍ د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د خلیجي سیمې د تېلو په ورځنیو صادراتو کې یو څه ښه والی راغلی، خو پر تېلو وړونکو بېړیو د ایراني بریدونو له امله د صادراتو د دې کچې د دوام په اړه اندېښنې لا هم موجودې دي.
