تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

اسلام آباد به د چا رحم و کرم ته پرېنږدو، که برید وشو دفاع به کوو: خواجه آصف

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر د واکمنۍ لګول به وروستی انتخاب وي او حکومت هڅه کوي چې تر دې پړاو پورې ونه رسېږي، خو که بله لار پاتې نه شي، نو اسلام آباد د چا رحم و کرم ته نه شي پرېښودل کېدای. نوموړي په اسلام آباد کې د پارلمان له ودانۍ بهر له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د خیبر پښتونخوا د وضعیت په اړه د ګورنر واکمنۍ په ګډون ټول اساسي او قانوني انتخابونه ارزوي او وروستۍ پرېکړه به د حالاتو له مخې کېږي. خواجه آصف وویل، هر دوه یا درې میاشتې وروسته د لښکرکشۍ له لارې پر پلازمېنه د برید اجازه نه شي ورکول کېدای او که پر اسلام آباد برید وشي، حکومت د خپل دفاع او امنیت حق لري.