کوټه (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان د قضايي کمېسیون غړیتوب لپاره نومول شوی دی. د سرچینو په وینا، د پیپلز ګوند د غړي فاروق اېچ نائیک له استعفا وروسته بلاول بوټو زرداري د هغه پر ځای د کمېسیون غړیتوب ته نومول شوی او تمه ده چې په دې اړه به رسمي نوټیفیکېشن ډېر ژر خپور شي. فاروق اېچ نائیک ویلي وو چې د شخصي وجوهاتو له امله یې له قضايي کمېسیون څخه استعفا ورکړې او استعفا یې د کمېسیون مشر ته لېږلې ده. د پاکستان قضايي کمېسیون د اعلیٰ عدلیې د قاضیانو د ټاکنې مهم اساسي فورم دی. سرچینې وايي، د مسلم لیګ ن د غړي افتاب شیخ له استعفا وروسته د کمېسیون د پاتې تشو څوکیو لپاره هم نوې نومونې ژر ترسره کېدای شي، چې پکې به د مسلم لیګ ن له خوا له سېنېټ او د پیپلز ګوند له خوا له قومي اسمبلۍ څخه غړي نومول کېږي.
