اسلام اباد (وېب نيوز) د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان حکومتي پلاوي ته مشوره ورکړې چې په خېبر پښتونخوا کې دې ګورنر راج يا بېړنی حالت نه لګول کېږي او سياسي ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي. د سرچينو له مخې د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د مولانا فضل الرحمان له استوګنځي سره په ليدنه کې هغه ته د حکومت او اپوزيشن ترمنځ د مذاکراتو د وضعيت په اړه معلومات ورکړل. اياز صادق وويل چې د حکومت او اپوزيشن ترمنځ خبرې بريالۍ شوې وې، خو د پي ټي آی او د هغوی د اتحاديانو ترمنځ د اختلاف له امله ډيډلاک رامنځته شو چې دا د افسوس خبره ده. نوموړي وويل چې د سهولت کار په توګه به د خبرو د برياليتوب او سياسي مفاهمې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. وروسته د حکومتي مذاکراتي کمېټې غړي رانا ثناء الله او طارق فضل چوهدري هم د مولانا فضل الرحمان استوګنځي ته ورغلل. سرچينې وايي چې په ليدنه کې مولانا فضل الرحمان پر دې ټينګار وکړ چې سياسي ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.
