تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

مستونګ کې د امنيتي ځواکونو بريالۍ عمليات، ۵ ترهګر ووژل شول

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان وزیراعلي مير سرفراز بګټي په مستونګ کې د امنيتي ځواکونو له خوا د فتنه الهندو پر ضد په برياليو عملياتو خوښي څرګنده کړې ده. امنيتي سرچينو ويلي چې د «ردالفتنه ۳» عملياتو پر مهال د مستونګ په سياپښت او کلي ګشتري سيمو کې ۵ ترهګر وژل شوي او د هغوی له قبضې څخه درنه وسله، مهمات او پوځي سامان ترلاسه شوی دی. په سيمه کې د پاتې عناصرو د لټون او د سيمې د پاکولو عمليات روان دي. وزیراعلا ويلي چې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به عمليات روان وي او امن دښمنو عناصرو ته به هېڅ ډول اجازه ورنه کړل شي.