تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د پنجګور اضافي سېشن جج اسدالله رئیسانی له ګن مېن سره لادرکه

کوټه (وېب نيوز) د پنجګور اضافي سېشن جج اسدالله رئیسانی له خپل ګن مېن سره د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د سرچينو له مخې نوموړی د چهارشنبې په سهار له کوټې څخه په شخصي موټر کې د ګن مېن سره پنجګور ته روان شوی و، خو تر اوسه پنجګور ته نه دی رسېدلی. سرچينې وايي چې له نوموړي سره وروستی ټېليفوني تماس په کلغلي کې شوی و، چې وروسته يې ټېليفون بند شو. د اسدالله رئیسانی او د هغه د ګن مېن د موندلو هڅې پيل شوې دي.