تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د سردار شاه زمان خان عليزئي او د هغه د زوی د تښتونې غندنه، د سمدستي خوشې کولو غوښتنه

مستونګ (وېب نيوز) عبدالکريم عليزئي، عبدالمجيد عليزئي او نورو قبایلي مشرانو په ګډ بيان کې د سردار شاه زمان خان عليزئي او د هغه د زوی د تښتونې غندنه کړې او د هغوی د سمدستي خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده. د بيان له مخې دواړه ۴۸ ورځې وړاندې له مستونګ څخه کوټې ته د تګ پر مهال د سورګز مستونګ په سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي او تر اوسه نه دي خوشې شوي. قبایلي مشرانو وويل چې د قبایلي مشر تښتول د قبایلي او بلوڅو دودونو خلاف عمل دی او د قبایلو ترمنځ د بې باورۍ او اندېښنې سبب ګرځي.