تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

وزیراعلې دومره بخښنې وغوښتې چې اوس بخښنې هم بدنامې شوې، مولانا عبدالواسع

کوټه (وېب نيوز) د جمعيت علما اسلام بلوچستان صوبايي مشر مولانا عبدالواسع په خبري غونډه کې پر صوبايي حکومت سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د مدرسو او معدنياتو قانون په اړه واضح او سنجيده تګلاره خپله کړي. نوموړي د حکومت له خوا په بېلابېلو موضوعاتو کې د بخښنې غوښتلو پر طرز عمل نيوکه وکړه. هغه وويل که حکومت د مدرسو او معدنياتو د قوانينو په اړه عملي ګامونه وانخلي، نو جے يو آی به له نورو همفکرو سياسي ګوندونو سره په ګډه راتلونکې تګلاره وټاکي. نوموړي د مبينې شخصي ملېشې پر شتون هم اعتراض وکړ او ويې ويل چې د خلکو د حقونو لپاره به سياسي مبارزه روانه وي.