تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د جمعيت علما اسلام کوټې د عمومي مجلس دستوري غونډه نن کېږي

کوټه (وېب نيوز) د جمعيت علما اسلام ضلع کوټې د عمومي مجلس دستوري غونډه نن د اکتوبر پر ۸مه د سهار په ۹ بجو د جامعې مطلع العلوم بروري روډ کې کېږي. غونډه به د کوټې ضلعې د امير مولانا عبدالرحمن رفيق په مشرۍ ترسره کېږي. په غونډه کې به د ګوند تنظيمي حالت، د يونټونو کارکردګي، تنظيمي نظم، ولسي اړيکې او د راتلونکو پروګرامونو په اړه بحث کېږي. ضلعي جنرل سېکرټري حاجي عين الله شمس له ټولو غړو څخه د وخت پر سر د ګډون غوښتنه کړې ده.