اورماړه (وېب نيوز) د اورماړې پوليسو او پاک پوځ په ګډه کارروائۍ کې د ډرېور په ګډون څلور کسان ايران ته د ناقانونه تګ په هڅه کې نيولي دي. پوليس وايي چې د اورماړې په زيرو پوائنټ کې د اسنيپ چکينګ پر مهال يو مشکوک موټر ودرول شو او د تلاشي پر مهال څلور کسان ونيول شول. د لومړنيو قانوني کارروائيو وروسته نيول شوي کسان د نورو پلټنو او قانوني کارروائۍ لپاره وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف آى اې ته سپارل کېږي. پوليس وايي چې د ناقانونه فعاليتونو او انساني قاچاق پر ضد عمليات به دوام ولري.
