تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د بي ډي اې سټاف اتحاديې د بلوچستان له وزیراعلا سره ليدنه، د کارکوونکو د معاشونو د ژر ورکړې لارښوونه

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان ډويلپمنټ اتارټۍ (بي ډي اې) د سټاف اتحاديې يوه پلاوي د مقصودالرحمان بازۍ، حاجي سيف الله ترين، حاجي نورمحمد او عين الله کاکړ په مشرۍ د بلوچستان له وزیراعلا سره ليدنه وکړه او د کارکوونکو ستونزې، په ځانګړي ډول د معاشونو د نه ورکړې موضوع يې ورسره شريکه کړه. پلاوي د معاشونو د ژر او پر وخت ورکړې غوښتنه وکړه، چې وزیراعلا اړوندو چارواکو ته د بي ډي اې د کارکوونکو د معاشونو د سمدستي ورکړې د يقيني کولو لارښوونه وکړه. په دې ليدنه کې د کارکوونکو پر نورو ستونزو او غوښتنو هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د دغو موضوعاتو د تفصيلي ارزونې لپاره به بله ځانګړې غونډه ترسره شي. د سټاف اتحاديې پلاوي د وزیراعلا له پاملرنې او ډاډ څخه مننه وکړه.