کوټه (وېب نيوز) په زيارت کې د مانګي ډيم پمپنګ سټېشن د ترهګريز بريد د پلټنو لپاره د جسټس محمد عامر نواز رانا په مشرۍ جوړ شوي تحقيقاتي کمېسيون اورېدنه وکړه. د نېشنل سايبر کرائم انوېسټيګېشن اېجنسۍ (اېن سي سي اې) د کوټې زون مرستيال مشر کمېسيون ته د جعلي، دروغجنو او ګمراه کوونکو ټولنيزو رسنيو پاڼو پر ضد د ترسره شويو اقداماتو راپور وړاندې کړ. د راپور له مخې تر اوسه د قانوني کارروائۍ وروسته ۵۰ ټولنيزې پاڼې بلاک شوې دي. د پي ټي اې کوټې زون مشر وويل چې د دغو پاڼو د څارنې او بلاک کولو واک د پي ټي اې اسلاماباد د وېب اينالېسس ډويژن سره دی. کمېسيون د وېب اينالېسس ډويژن مشر ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکې اورېدنه کې د ويډيو لنک له لارې ګډون وکړي او د ترسره شويو اقداماتو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړي.
