تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د ترهګرۍ پر وړاندې د حکومت او اپوزېسیون د یو دریځ پر اړتیا موافقه

کوټه (ویب نیوز)یوه «کي خپرونه کې د حکومتي او اپوزېسیون د مذاکراتي ډلو غړو، وفاقي وزیر انجینر امیر مقام او د تحریک انصاف مشر ملک عامر ډوګر، موافقه کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې باید حکومت او اپوزېسیون په یوه دریځ کې وي. انجینر امیر مقام وویل چې د سولې او امنیت ټینګول باید لومړیتوب وي او د ترهګرۍ پر مسئله باید سیاست ونه شي، بلکې د دې پر وړاندې باید ګډ دریځ رامنځته شي. عامر ډوګر وویل چې د خیبر پښتونخوا ولس، حکومت او اپوزېسیون ټول سوله غواړي او سوله هغه مهال راتللی شي چې ټول په یوه دریځ کې ودرېږي. نوموړي وویل چې د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ د باور نشتوالی او واټن ډېر زیات دی، خو د وروستیو دوو لیدنو له امله سیاسي تودوخه تر یوه حده کمه شوې او که حکومتونه سره کښېني، ستونزه هوارېدای شي.