تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د حوثیانو پر ضد د پاکستان هوايي ځواک د کارولو رد، د نیویارک ټایمز راپور ناسم وبلل شو

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې ګواکې په یمن کې د حوثیانو پر ضد عملیاتو کې د پاکستان هوايي ځواک الوتکې کارول شوې دي. وزارت دغه راپور ناسم او له واقعیت څخه لرې بللی او له نړیوالو رسنیو یې غوښتي چې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې د پاکستاني ځواکونو د احتمالي کارولو په اړه له اټکلونو ډډه وکړي. وزارت ویلي، که د پاکستاني ځواکونو د ځای پر ځای کولو اړتیا رامنځته شي، اړوند چارواکي به یې جزئیات په رسمي ډول وړاندې کړي. پاکستان مخکې هم څرګنده کړې چې د مکې تړون دفاعي بڼه لري او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی. د ډي جي آی اېس پي آر لیفټیننټ جنرل احمد شریف چودري هم ویلي چې پاکستاني پوځیان له اوږدې مودې راهیسې په سعودي عربستان کې په بېلابېلو دفاعي برخو کې موجود دي.