تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

پی ایم ډي سي ملي ګټور بنسټ دی، خصوصي کول یې نه منو، یونس ترین

کوټه (ویب نیوز) د پی ایم ډي سي د کارکوونکو د اتحادیې د شاهرګ ګډ منشي حاجي محمد یونس ترین ویلي چې پاکستان منرل ډویلپمنټ کارپوریشن یو ګټور ملي بنسټ دی او خصوصي کول یې د منلو وړ نه دي. نوموړي له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د خصوصي کولو پر ځای دې په اداره کې پانګونه، عصري ټکنالوژي او د تولید ظرفیت لوړ کړي او د کارکوونکو ستونزې دې حل کړي. هغه وویل چې کارکوونکي د خپل بنسټ د ساتنې او خپلو حقونو لپاره متحد دي.