تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د حافظ احسان الله شهادت د حکومت پر فعالیتونو پوښتنې راپورته کوي، صدیق مدني

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام مشر حافظ محمد صدیق مدني په چمن کې د جمعیت طلبه اسلام د مرستیال مشر مولوي حافظ احسان الله د وسله والو غلو په ډزو د شهادت غندنه کړې او ویلي یې دي چې په ښار کې د ناامنۍ، غلاوو او وژنو زیاتېدونکو پېښو خلک له سختې وېرې او ناامنۍ سره مخ کړي دي. نوموړي له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د پېښې عاملین ژر ونیسي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.