تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

ژوب، ډي آی خان سړک کې وسله والو کسانو پوسته جوړه کړې، د مسافرو شناختي کارډونه یې کتل

ژوب (ویب نیوز) د ژوب او ډي آی خان پر لویه لار د شیراني په حسوبند سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو پوسته جوړه کړې وه او تېر ماښام یې له موټرو څخه د مسافرو شناختي کارډونه کتل. د پېښې له خبر وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، چې وسله وال د نږدې غرونو پر لور وتښتېدل. وروسته لویه لار پاکه او د ټرافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.