کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام بلوچستان صوبايي مشر سناتور مولانا عبدالواسع ویلي چې جماعت د اساسي قانون، قانون، ولسواکۍ او د خلکو د حقونو لپاره پر سوله ییزه سیاسي مبارزه باور لري، خو د دوی شرافت او زغم دې کمزوري نه ګڼل کېږي. نوموړي په بلوچستان کې د ناامنۍ، هدفي وژنو، تښتونو، غلاوو او نورو جرمونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه یې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.
