ژوب (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ ویلي چې زده کوونکي دې پر لوړو زده کړو تمرکز وکړي، په هر ډویژن مرکز کې دې اعلیٰ پوهنتون جوړ او د ژوب دولتي بوائز ډګري کالج ته دې سمدستي د پوسټ ګرېجویټ کالج درجه ورکړل شي. نوموړي وویل چې د ګرانوالي او بې روزګارۍ له امله د بې وزلو زده کوونکو لپاره په لرې ښارونو کې زده کړې دوام ورکول ستونزمن دي. هغه د زده کوونکو پر سیاسي، کلتوري او جمهوري فعالیتونو بندیز بې ځایه بللی او د ټولو سیمو لپاره یې د برابر تعلیمي فرصتونو غوښتنه کړې ده.
