کوټه (ویب نیوز) د بلوچ ملتپال مشر ډاکټر حکیم لهړي د جنازې لمونځ ادا شو، چې پکې پخواني وزیراعلیٰ ډاکټر عبدالمالک بلوچ، پخواني ګورنر ملک ولي کاکړ، د بي اېن پي مشر ثنا بلوچ، د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر اڅکزي، پخواني ښاروال میر مقبول لهړي او ګڼو نورو بلوچ او پښتون مشرانو ګډون وکړ. د جنازې لمونځ مولانا عبدالرحمن رفیق ادا کړ. ګډونوالو د مرحوم ملي او سیاسي خدمتونه وستایل او د هغه لپاره یې د مغفرت دعا وکړه.
