کوټه (ویب نیوز) د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې حکومت به د فشار له امله تحریک انصاف ته هېڅ ډول رعایت ورنه کړي او که د بلیک مېل کولو لړۍ دوام وکړي، نو د تحریک انصاف د بنسټګر لپاره هم په راتلونکي کې د کوم رعایت امکان نه ویني. نوموړي په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د لانګ مارچ له لارې پر حکومت د فشار راوستلو هڅه د تحریک انصاف خوش فهمي ده، باید د خبرو مېز ته کېني او په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو ملاتړ او مالي مرسته بنده کړي. د هغه په وینا، هر څو میاشتې وروسته پر اسلام اباد د احتجاجي یرغل دود باید پای ته ورسېږي او په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو فعالیتونو او د صوبايي حکومت د کمزورې واکمنۍ په اړه جدي پوښتنې موجودې دي. خواجه آصف ټینګار وکړ چې حکومت به د ټوپک په زور غوښتنې ونه مني او سیاسي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. نوموړي له محمود خان اڅکزي څخه هم وغوښتل چې په اوسني سیاسي وضعیت کې خپل رول ادا کړي.
