کوټه (ویب نیوز) وفاقي آئیني محکمې د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر د ټاکنې پر ضد د وکیل شیر افضل مروت درخواست د اورېدنې لپاره ټاکلی دی. د چیف جسټس امین الدین خان په مشرۍ بنچ به د اکتوبر پر ۱۵مه د مقدمې اورېدنه کوي. درخواست کوونکي دریځ خپل کړی چې یو سزا موندلی کس د عامه منصب لپاره د نوماندۍ واک نه لري. شیر افضل مروت د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر ټاکنه په محکمه کې ننګولې ده.
