تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

پټرول او ډیزل دواړه ګران شول

کوټه (ویب نیوز) وفاقي حکومت د پټرولیم محصولاتو نوې بیې اعلان کړې، چې له مخې یې د پټرول بیه په هر لیټر ۲ روپۍ او ۳۱ پېسې او د ډیزلو بیه ۷۸ پېسې لوړه شوې ده. له زیاتوالي وروسته د پټرول نوې بیه په هر لیټر ۳۹۸ روپۍ او ۹۶ پېسې، په داسې حال کې چې د ډیزلو بیه ۳۹۵ روپۍ او ۷۲ پېسې ټاکل شوې ده. د پټرولیم ډویژن په وینا اوګرا د اکتوبر پر ۹مه د پټرولیم محصولاتو د ایکس ډیپو په بیو کې بدلون راوستی دی.