کوټه (ویب نیوز) د یمن حوثي وسلهوالو یو ځل بیا هڅه کړې چې د سعودي عرب پلازمېنه ریاض او خمیس مشیط په نښه کړي، خو ائتلافي ځواکونو د ریاض پر لور توغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې شنډ کړی دی. د توغندي د پاتې شونو د لوېدو له امله یوه ښوونځي او طبي کمپلکس ته زیان رسېدلی، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی. په خمیس مشیط کې هم ائتلافي ځواکونو دوه بالستیک توغندي راغورځولي دي. د راپور له مخې، تېره ورځ پر ریاض او ابها هوايي ډګرونو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او د یوه پاکستانی په ګډون ۲۸ نور ټپیان شوي دي. بل لور ته، په یمن کې د حوثیانو پر ضد د حکومتي ځواکونو عملیات روان دي او د باب المندب په ګډون د سره سمندرګي په ساحلي سیمو کې سختې نښتې دوام لري. د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) پر ملک خالد او ابها نړیوالو هوايي ډګرونو بریدونه غندلي، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده. سازمان له سعودي عرب سره د بشپړې خواخوږۍ او ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ ویلي چې پر ملکي وګړو او مهمو تاسیساتو بریدونه د سیمې سولې او ثبات ته ګواښ دی.
