کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د ګورنر په منظوري پخوانی ډسټرکټ اېنډ سېشنز جج سعادت الله خان بازي د بلوچستان د ولایتې محتسب په توګه ټاکل شوی دی. د ګورنر سېکرټرېټ بلوچستان له خوا د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۹مه په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې د نوموړي ټاکنه د څلورو کلونو لپاره شوې او د همدې کال د اکتوبر له ۹مې نېټې څخه به نافذه وي.
