تازه خبرونه ۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لاره ناامنیو ترانسپورټ اغېزمن کړی، د مسافرو د خوندیتوب غوښتنه

کوټه (ویب نیوز) ترانسپورټرانو د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لاره د ناامنۍ، لوټمارۍ او پر مسافر وړونکو موټرو د ډزو د پېښو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خوندیتوب د نشتوالي له امله مسافر له دې لارې سفر ته زړه نه ښه کوي. حاجي میر حکمت لهړي، حاجي میر دولت لهړي او نورو ترانسپورټرانو له بلوچستان حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې په حساسو سیمو کې امنیت پیاوړی، اغېزمنې ګزمې منظمې او د مسافرو، موټرچلوونکو او ترانسپورټرانو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات وکړي.