کابل (ویب نیوز) د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له اسلامي امارت سره یې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په غیرقانوني ډول په فرانسه کې اوسېږي او د فرانسوي چارواکو له نظره ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي. د وزارت ویاند ویلي، د دې اقدام موخه د فرانسوي وګړو د امنیت ساتنه او د یادو کسانو د بېرته ستنولو بهیر اسانه کول دي. هغه ټینګار کړی چې پناهغوښتونکي او ښځې په دې بهیر کې نه شاملېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د اسلامي امارت د استازو د منلو یا د اروپایي ټولنې په کچه د ګډ پروګرام د جوړولو کوم پلان نشته او خبرې لا هم په تخنیکي کچه روانې دي.
