تازه خبرونه ۹ اکتوبر ۲۰۲۶

لومړۍ شل اوریزه لوبه: پاکستان سریلانکا ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

کوټه (ویب نیوز) پاکستان د درې شل اوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه. په راولپنډۍ کرکټ لوبغالي کې سریلانکا لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې، چې لاہیرو اودارا ۹۱ منډې پکې وکړې. پاکستان د ۱۸۳ منډو هدف په نولسم اور کې د ۶ ویکټو په زیان ترلاسه کړ. د پاکستان کپتان صاحبزاده فرحان په زړه پورې لوبه وکړه او ۸۹ منډې یې جوړې کړې، په داسې حال کې چې معاذ صداقت ۵۰ منډې وکړې. د پاکستان له لوري نسیم شاه درې او د لومړۍ لوبې ترسره کوونکي محمد عمران دوه ویکټې واخیستې. په دې بریا سره پاکستان په لړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکښ شو.