واشنګټن (ډیلي نوی ژوند) امریکا په بحري هند کې له ایران سره تړلی یو د تېلو ټانکر په خپله ولکه کې اخیستی دی، او همدارنګه یې د ایران د مالي او بېړۍ چلولو شبکو پر ضد نوې بندیزونه هم اعلان کړي دي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې “اسکای ویو” نومې دغه ټانکر د ایران د خامو تېلو د لېږد لپاره کارېده او مخکې تر دې پرې د مارچ په میاشت کې بندیزونه لګول شوي وو. راپورونه وايي چې پر دې ټانکر د فبرورۍ په میاشت کې د ایران له خارک ټاپو څخه له لس لکو بیرلو زیات خام تېل بار شوي وو. امریکایي چارواکي وایي چې دا اقدام د نړیوالو بندیزونو د عملي کولو په چوکاټ کې ترسره شوی دی. له بلې خوا د امریکا د خزانې وزارت د ایران له یو شمېر کسانو، د کرنسۍ د تبادلې مرکزونو او ۱۹ بېړیو پر ضد نوي بندیزونه لګولي دي. د چارواکو په وینا دا ګامونه د ایران د پټو مالي او غیرقانوني بېړۍ چلولو شبکو د هدف ګرځولو لپاره پورته شوي، چې له لارې یې د تېلو او پیټروکیمیکل توکو د پلور څخه کلني میلیاردونه ډالر لېږدول کېږي.
