کوټه (ډیلي نوی ژوند) د امریکا ولسمشر ویلي دي چې ایران ته د اټومي تړون لپاره یوازې محدود وخت پاتې دی، او که د مذاکراتو له لارې موافقه و نه شي، نو امریکا به بیا پوځي اقدام ته مخه کړي. هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي او د هر ډول خطر د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ممکن دي. ټرمپ زیاته کړه چې د ایران اټومي پروګرام د امریکا لپاره د لوړ اهمیت موضوع ده او په سیمه کې د امنیت د توازن ساتلو لپاره به هر ممکن ګام پورته شي.
