کوټه (ډیلي نوی ژوند) د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د یوې خبري غونډې پر مهال د هند لومړي وزیر ته یوې ښځینه خبریالې د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ په اړه سختې پوښتنې وکړې. راپورونه وايي چې مودي د ناروې له لومړي وزیر سره له ګډې خبري ناستې وروسته ځینې پوښتنې له پامه وغورځولې او له هال څخه ووت، په همدې وخت کې خبریاله هڅه کوله بیا پوښتنه تکرار کړي خو د لیفټ دروازه وتړل شوه. وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په بریفنګ کې هم د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ په اړه د خبریالانو او چارواکو ترمنځ توندې خبرې وشوې.
